دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 264941
په لوګر ولایت کې پر ۶۶۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د خوړو نړیوال سازمان د لوګر ولایت په برکي برک او محمداغې ولسوالیو کې پر ۶۶۰۰ بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال سازمان یا WFP وايي، د لوګر ولایت په دوو ولسوالیو کې یې پر ۶۶۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته په ټول هېواد کې پر اړمنو خلکو خوراکي توکي وېشي.
 
دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې پر ۳۷۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
دغې مرستندویه موسسې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته یې په افغانستان کې پر ۲۱ میلیونه وګړو مرستې وېشلې دي.
 
بايد يادونه وشي چې په هېواد کې د بې وزلۍ او اړتيا د زياتوالي له امله زياتره مرستندويه موسسې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي، خو د کابل ښاریان د دغو مرستو له غیر عادلانه وېش څخه شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcbaab58rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته