دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 264951
د کندهار - دوبۍ الوتنې پیل شوې
دکندهار ولایت سیمه ایز چارواکی وایی، د اسلامی امارت دچارواکو په هڅو دکندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل شوې. د دوی په وینا کام ایر د دې چارې مسئول دی.
افغان غږ خبری آژانس: د باختر آژانس د راپور له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر مسئول حافظ عصمت الله وويل، چې د (کام اير) شرکت په همکارۍ يې د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې دي.
 
په ورته وخت کې په سوېل لوېديځه حوزه کې د (کام اير) شرکت مشر مولوي نورعلي حيدري وايي، کندهار ډېر سوداګر او کسبګر لري او اړينه ده، چې د کندهار او دوبۍ ترمنځ الوتنې پيل شي.
 
هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به له کندهار څخه دوبۍ ته الوتنه د شنبې په ماښام او له دوبۍ څخه کندهار ته د يکشنبې په ورځ پيل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه شرکت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د کندهار- ډيلي او کندهار- چين ترمنځ دوه اړخيزه الوتنې پيل کړي.
 
https://avapress.com/vdccp0qis2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته