کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: د پاسپورت ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

16 دلو 1401 ساعت 14:39

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې تر اوسه د پاسپورتونو د عمومي ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي، خو د پاسپورټونو د ویش د ځنډیدو لامل تخنیکي ستونزې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د فساد له منځه وړلو ته ژمن دی او اوس د پاسپورت دفتر له فساد څخه پاک شوی دی.
 
ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: له پرمختګونو وروسته موږ د پاسپورټونو له کمښت سره مخ شو او یو شمېر جعل او کمېسون هم ترسره شو، زما معلومات دا دي چې تر اوسه له دې ادارې څخه ۳۰۰ کسان د فساد په تور له دندو ګوښه او نیول شوي دي.
 
هغه زياتوي، چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.
 
په ورته وخت کې د کابل ښاریان وايي چې پاسپورټ درلودل د هر وګړي حق دی او اسلامي امارت باید د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړي. دوی ادعا کوي چې پاسپورتونه د زیاتو پیسو په بدل کې خلکو ته ویشل شوي دي.
 
له بلې خوا د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن وايي: ټولې تخنیکي ډلې هڅه کوي چې شته ننګونې حل کړي، څو له دې وروسته د پاسپورټونو د ویش بهیر په عادي ډول پیل شي.
 
په داسې حال کې چې دجمهوریت په وخت کې اداري فساد یوه عادي خبره ګرځیدلې وه، نوې احصایې ښيي چې اسلامي امارت دجمهوریت په وخت کې له اداري فساد سره په مبارزه کې ډیر بریالی دی.
 
د پاسپورټ دفتر له تړل کېدو نږدې پنځه میاشتې تېرېږي او تر اوسه د دې تخنیکي ستونزې په اړه جزئیات نشته چې تل راپورته شوي؛ خو په ورته وخت کې دغه رياست د طبي کمېسيون د تاييد پر بنسټ ناروغانو ته پاسپورټونه ورکوي.
 


د مطلب کود: 264952

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264952/مجاهد-د-پاسپورت-ریاست-۳۰۰-کارکوونکي-فساد-په-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com