دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 264956
په ننګرهار ولایت کې د بند جوړولو او د یوه کانال د پاکولو پروژه پرانستل شوه
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د خوراکي توکو نړيوال سازمان په مالي مرسته د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د روداتو سيمې د کانال د بند، استنادي دېوال او د روداتو سيمې د کانال د پاکولو چارې پيل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن (دلو ۱۶) د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره لیکلي چې د دغه بند د جوړولو او د کانال د پاکولو چارې پیل شوې او له ۱۴۲ کورنیو سره د ګنډلو د وسایلو مرسته وشوي.
 
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، د کانال د بند او پاکولو چارې د WFP ادارې په مالي مرسته او د افغانستان د پراختیایي ادارې په همکارۍ پلې کېږي.
 
د ننګرهار رسنیز دفتر زیاتوي، چې په دې پروژو کې د ۳۵ متره په اوږدوالي د بند جوړول، د ۱۲ کیلومتره کانال پاکول او د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال جوړول شامل دي، چې ۷۵۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
 
د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر زياتوي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به څلور لکه څلوېښت زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
 
بل پلو د ننګرهار د کرنې او اقتصاد ریاستونو په همکارۍ په دغه ولایت کې ۱۴۲ کورنیو ته د کارډ انسټیټیوټ له لوري هرې کورنۍ ته د ۲۰ زره افغانیو د ګنډلو وسایل او وسایل وویشل شول.
 
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې پروت ولايت دى، چې ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdchmkni-23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته