دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 264966
په هرات کې د اوړو د تولید فابریکه پرانیستل شوه
په هرات ولایت کې د یو سل اتیا ټنو اوړو د ورځني تولید په ظرفیت د اوړو د تولید فابریکه د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په حضور کې پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هرات ولایت کې د «کوبان هري غنمو» فابریکه پرانیستله.
 
باخترآژانس ته دصنايعو او سوداګرۍ وزارت دمعلوماتو له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغې فابریکې د پرانېستې پر مهال د دې فابریکې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې فابریکې له خاوند څخه یې په دې برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د "کوبان هري غنمو" فابریکه د هرات د صنعتي پارک په لومړي فاز کې موقعیت لري. د دغې فابریکې په جوړولو یو میلیون دوه سوه زره ډالره لګښت راغلی دی.
 
دغه فابریکه هره ورځ یو سل او اتیا ټنه اوړه تولیدوي او څه باندې اوه سوه کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdciq5arqt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته