کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د شمال او لوېدیځ ارتباطی سړک د جوړولو کار پیلېږي

16 دلو 1401 ساعت 15:41

کابل ښاروالۍ په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د کابل له شمال څخه تر لوېديځ پورې د کابل-پروان پر لويه لاره، له قرغې سړک څخه تر ذاکرين ښارګوټي او له قمبر څلورلارې څخه تر فاميليو سيمې پورې د ٧٦٠٠ مترو په اوږدوالي د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پيلېږي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ وايي، دغه سړک د کابل ښار له (۱۷مې ناحیې) شمالي برخه د کابل ښار له لوېدیځې برخې (پنځمې ناحیې) سره نښلوي، چې ۷۶۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري.
 
ویل کیږي چې د دې سړک په پلي کیدو سره به د کابل ښار په ځانګړې توګه د پلازمینې په شمال کې د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه شي.
 
ښاروال زیاته کړه چې د هېواد لویې لارې د هېواد شریانونه دي او په جوړولو کې یې د ولس او دولت همکاري غواړو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ له خوا د پلازمېنې ډېرې برخې په ځانګړې توګه لويې لارې بيارغول شوې او يا هم د بيارغونې چارې روانې دي.
 
باید وویل شي، چې کابل ښاروالۍ د کابل ښار په ښکلا کې ګڼې رغنیزې پروژې ترسره کړي دي.
 


د مطلب کود: 264968

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264968/د-کابل-ښار-شمال-او-لوېدیځ-ارتباطی-سړک-جوړولو-کار-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com