دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 264981
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال: د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانستلو پر پلان کار روان دی
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه وايي، وزارت یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره پر یوه ځانګړي پلان کار پیل کړی او ډېر ژر به دغه پلان نهايي شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه پرون (یکشنبه، دلو ۱۶) په ننګرهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل چې ډېر ژر به نجونو ته د «اسلامی شرعی چوکاټ» له مخې د زده کړو اجازه ورکړل شی.
 
د اسلامی امارت دغه چارواکی زیاته کړه: حکومت په یوه جامع پلان کار کوی او په دغه پلان ډیر کار شوی دی. د دې پلان له مخې به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.
 
طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر بلې خبرتیا پورې د نجونو زده کړې ځنډولې دي. تر دې مخکې د دې ډلې د پوهنې وزارت هم تر بل خبرتیا پورې د نجونو زده کړه ځنډولې وه او ویلي یې وو چې پر یوه پلان کار کوي؛ خو له یو نیم کال وروسته هم دغه پلان نه دی بشپړ شوی او د دویمې موضوع په اړه هم کوم خبر نشته.
 
په دې موده کې د طالبانو چارواکو په وار وار د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده. هغه ژمنې چې تراوسه نه دي پوره شوي.
 
https://avapress.com/vdcfcjd0yw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته