دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 264993
قطر له اسلامي امارت سره د سیاسي همکاریو پر دوام او د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقی سره په لیدنه کې له افغانستان سره پر سیاسي همکاریو، د اړیکو پر پیاوړتیا او د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره ورځ (یکشنبه، دلو ۱۶) یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د افغانستان لپاره د طالبانو ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطانی د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقی سره په کابل کې وکتل.
 
په دې کتنه کې د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو تر څنګ د سیاسي همکاریو، د اړیکو د پیاوړتیا او د بشري مرستو په برخو کې د قطر خیریه بنسټ پر فعالیتونو خبرې وشوې.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو وویل چې شته فرصتونه باید په ښه توګه مدیریت او وکارول شي.
 
قطر یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او دغه هیواد د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په دوحه کې د خبرو اترو کوربه و.
 
https://avapress.com/vdci35arpt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته