کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما: حرفوي روزنه د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره اړینه ده

17 دلو 1401 ساعت 10:45

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه لیدنه وکړه او حرفوي زده کړې یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه وبللې.


آوا - کابل: په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر (یوناما) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې روزا اوتنبایوا پرون (یکشنبه، دلو ۱۶) د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
 
د یوناما په وینا، روزا اوتنبایوا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له چارواکو سره وکتل او د زده کړو فرصتونو ته د نجونو د لاسرسي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.
 
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشر وايي، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره حرفوي زده کړې اړینې دي.
 


د مطلب کود: 264996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264996/یوناما-حرفوي-روزنه-د-افغانستان-اقتصاد-ودې-لپاره-اړینه-ده

آوا
  https://www.avapress.com