په ترکیه کې تر سختې زلزلې وروسته د بحران د مدیریت ادارې او د دغه هیواد د بیړنیو حالاتو ادارې د «اروپا د بشري مرستو او د ملکي وګړو د ساتنې له عملیاتو» څخه وغوښتل چې د دغه طبیعي ناورین له قربانیانو سره ژر تر ژره مرسته وکړي.
ترکیې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د اروپا نه د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه
17 دلو 1401 ساعت 10:50
په ترکیه کې تر سختې زلزلې وروسته د بحران د مدیریت ادارې او د دغه هیواد د بیړنیو حالاتو ادارې د «اروپا د بشري مرستو او د ملکي وګړو د ساتنې له عملیاتو» څخه وغوښتل چې د دغه طبیعي ناورین له قربانیانو سره ژر تر ژره مرسته وکړي.
آوا: د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (دلو ۱۷) په یوه بیانیه کې له دغه اروپايي سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د ترکیې پوځ د مرستو رسولو او ژغورونکو لپاره دوې الوتکې چمتو کړي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ترکیه کې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ ښودلی چې مرکز یې د ترکیې په سویل کې د غازي انتیپ په سیمه کې وو.
د اروپا د مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د دې زلزلې شدت ۷،۷ ریکټر اعلان کړ او د ترکیې د زلزلې ادارې د دې زلزلې شدت ۷.۴ ریکټر اعلان کړ.
دا زلزله د عراق، سوریې او لبنان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې هم احساس شوې ده.
لومړني راپورونه ښيي چې دغې زلزلې د ترکیې په شانلورفا کې لږ تر لږه ۱۲ تنه او په عثمانیه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي.
د سوریې سرچینو هم اعلان کړی چې په سوریه کې زلزلې تر اوسه ۳۹ کسان وژلي دي.
دغې زلزلې په ترکیه او سوریه کې هم د ګڼو ودانیو د ویجاړېدو لامل شوی او احتمال شته چې ډېر کسان تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې وي.
د مطلب کود: 264997