کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چهار شنبې په ورځ به اوه میلیونه ډالره لیلام شي

17 دلو 1401 ساعت 14:12

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ به ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.


آوا - کابل: د هېواد مرکزي بانک نن دوشنبه (دلو ۱۷) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به ۱۷ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
 
د مرکزي بانک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، بانکونو، د تبادلې شرکتونو او پیسو خدماتو څخه غوښتل شوي چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور په نغدو پیسو د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
مرکزي بانک په داسې حال کې د ډالرو د لیلام اعلان کړی، چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان مرکزي بانک وخت په وخت ډالر د ليلام له لارې پلوري، څو د افغانيو پر وړاندې د ډالر د تبادلې نرخ ثابت پاتې شي.
 


د مطلب کود: 265016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265016/د-چهار-شنبې-په-ورځ-اوه-میلیونه-ډالره-لیلام-شي

آوا
  https://www.avapress.com