کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا ولایت له ۷ زره زلزله ځپلو سره نغدي مرسته وشوه

17 دلو 1401 ساعت 14:27

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په روان ژمي کې يې د افغانستان په سوېل ختيځ کې د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې له اووه زره کورنيو سره نغدي مرستې کړې دي.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ دفتر نن دوشنبه (دلو ۱۷) په یوه ټوېټ کې لیکلی، چې په پکتیکا ولایت کې یې له ۷ زرو کورنیو سره نغدی مرسته کړې ده.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پکتیکا هېواد له زلزله ځپلو کورنيو سره د ژمي په سړه هوا کې د تود پاتې کېدو په موخه د کور توکي لکه کمپلې، توشکې او جامې هم برابرې کړې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ته د ۱۰۰۰ استوګنیزو کورونو د جوړولو په ګډون ګڼې مرستې کړې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې د افغانستان په ختيځ په ځانګړي ډول د پکتيکا په ولايت او د دې ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د ريکټر په کچه د ٥،٩ درجې يوه خونړۍ زلزله وشوه، چې له امله يې تر زرو څخه زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 


د مطلب کود: 265020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265020/د-پکتیکا-ولایت-له-۷-زره-زلزله-ځپلو-سره-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com