دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 265032
د حج او اوقافو وزارت او ترکيې تر منځ د جوماتونو د جوړولو او د څاه کيندلو تفاهم ليک لاسليک شو
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د ترکیې له انستیتوت سره یې د جوماتونو د بیارغاونې او جوړولو او په احاطه کې د ژورو څاګانو د کیندلو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه (دلو ۱۶) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د جوماتونو د بیارغاونې او جوړولو او د دوی په احاطه کې د ژورو څاګانو کیندلو په اړه د ترکيي سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، دغه تفاهم لیک په یو فصل او ۱۱ مادو کې لاسلیک شوی، چې له مخې یې د ترکیې انستیتیوت (IHH) له دغه وزارت سره لازمه همکاري کوي.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين مولوي عارف الله عارف د دغه تفاهم ليک د لاسليکولو پر مهال د دواړو دوستو او وروڼو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه وبلله او د يادې ادارې د خدمتونو د ستاينې په ترڅ کې يې د مرستې غوښتنه وکړه.
 
په تویتر کې ویل شوي چې یاد بنسټ مکلف دی چې خپل ټول فعالیتونه د افغانستان د اسلامي امارت د قوانینو، تګلارو او طرزالعملونو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د احکامو مطابق تنظیم کړي.
 
د ترکيې د انسټيټيوټ (IHH) مشر د حج او اوقافو له وزارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، هڅه کوي څو نور مرستندويان په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه وزارت تر دې مخکې د افغان حاجيانو لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه له يوه سعودي شرکت سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړى و.
 
https://avapress.com/vdcdsk0xxyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته