کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

17 دلو 1401 ساعت 16:17

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د یوې خطرناکې زلزلې چې له امله یې په زرګونه کسان مړه او ژوبل شول، خپله خواخوږي څرګنده کړه.


آوا - کابل: نن دوشنبه (دلو ۱۷)، دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامی هېوادونو او مرستندویه بنسټونو غوښتی چې د دغې پېښې له قربانیانو سره ژر تر ژره مرسته وکړی.
 
خو د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې په ترکیه کې د زلزلې له امله لوی ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
 
کرزي زیاته کړه، د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو او د ترکیې حکومت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته عاجلې روغتیا غوښتونکي یم.
 
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دا زلزله نن دوشنبه سهار (دلو ۱۷) وشوه چې د ریښتر په کچه ۷.۴ درجه وه او د زلزلې مرکز د ترکیې په جنوب کې د پزاردژیک په سیمه کې اعلان شوی دی.
 
امريکا، اروپايي ټولنې، اوکراين، هند، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو د دغې پېښې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او مرستې ته يې چمتووالى اعلان کړ.
 
له بلې خوا د سوریې دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 265034

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265034/د-اسلامي-امارت-بهرنیو-چارو-وزارت-په-ترکیه-او-سوریه-کې-زلزلې-له-قربانیانو-سره-خپله-خواخوږي-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com