دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 265035
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمیر ۷۶۳۳ تنو ته ورسید
نن سهار (دوشنبه، دلو ۱۷) یوې لویې زلزلې د ترکیې جنوبي او شمالي سوریه ولړزوله. د وروستیو شمېرو له مخې په ترکیه کې د دغې زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۱۲ او سوریه کې ۳۲۶ تنو ته رسېدلی او په سوریه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۴۲ او په ترکیه کې ۵۳۸۳ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: نن سهار ۴:۱۷  دقیقي د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزلې ترکیه او سوریه يي ولړزوله، چې په ترڅ کې یې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې او د ژغورنې او لټون ډلې د خاورو او خځلو څخه د خلکو په ایستلو بوختې دي.
 
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۹۱۲ تنو ته رسیدلی او ۵۳۸۳ تنه ټپیان شوي دي.
 
ده زیاته کړه: په زلزله کښې ۲۸۱۸ ودانۍ ویجاړې شوې دي.
 
د بله پلوه د سوریې د عامې روغتیا وزارت د زلزلې د قربانیانو شمیر ۳۲۶ تنو ته لوړ شوی او ۱۰۴۲ تنه ټپیان کړي دي.
 
تر دې دمه د روسیې، فرانسې، اذربایجان، امریکا، مصر، پاکستان، ترکیې د قبرس سیمې مشر، د قزاقستان ولسمشر، د عراق د کردستان سیمې مشر او د افغانستان په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو چارواکو په دې اړه څرګندونې کړې دي. فلسطیني ادارې خپلو ترکي سیالانو ته د بیانونو او پیغامونو په استولو سره د ترکیې په سیمو کې له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
 
په همدې حال کې له ترکیې څخه وروستي خبرونه وايي چې څو شېبې وړاندې د ریښتر په کچه د ۷،۸ درجې یوې بلې زلزلې د ترکیې جنوب ولړزاوه.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xnak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته