دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 265042
د حیرتان له بندر څخه د صادراتو او وارداتو د بهیر بندیدل/ په هیواد کې د تیلو د بیو د لوړیدو په اړه اندیښنه
د حيرتان او اقينې له بندرونو څخه د صادراتو او وارداتو له بندېدو وروسته د دغو بندرونو د نفتو او مايع ګازو د سوداګرو اتحاديه وايي، که له حيرتان اورګاډي څخه د لېږد بهير بېرته پيل نه شي، په هېواد کې به د تېلو بيه لوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې اتحادیې مشر عبدالمومن ضیای د هرات د سرحدي بندر په زیرمو کې د نفتو د کمښت خبر ورکوي.
 
د حيرتان نفتي او مايع ګازو د سوداګرو اتحاديې مشر طلوع نيوز ته وويل: تقاضا ډېره ده، خو اکمالات نشته او د حيرتان بندر په زېرمو کې د مايع ګاز، پټرول او ډيزلو زېرمې په ټپه ولاړې دي.
 
خو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د اسلامي امارت یو پلاوی به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ازبکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د حيرتان - ازبکستان د اورګاډي د پټلۍ د فعاليت د بيا پيل په موخه يو تفاهم ليک لاسليک کړي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د حیرتان سرحدي بندر د مهمو سوداګریزو او ترانزیتي بندرونو په ګډون د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره طرحه کوي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال سخي احمد پیمان هم وویل: د حیرتان بندر د صادراتو او وارداتو په ځانګړي ډول د تیلو، اوړو، غنمو او نورو په برخه کې یو له مهمو بندرونو څخه دی.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، سوداګر د هرات له بندر څخه غالۍ، وچه او تازه مېوه او سبزیجات صادروي ​​او همدارنګه اوړه، غوړي او مایع ګاز واردوي.
 
https://avapress.com/vdceen8wwjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته