دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 265043
د دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل؛ د اړیکو ټینګول، د خبرو اترو تمرکز
د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګیناي سره وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر تیره شپه (دوشنبه، دلو ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له لوی درستیز مولوي محمد یعقوب مجاهد او په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
 
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه.
 
https://avapress.com/vdcfjtd0mw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته