دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 265050
مولوي عبدالکبیر د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې او سوریې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د تسلیت او خواخوږۍ د پیغام په خپرولو سره د دغو هیوادونو له زلزله ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر لخوا تیره شپه (دوشنبه، دلو ۱۷) یوه خبرپاڼه خپره شوې چې په کې راغلي دي: «په ډیر خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې یوې زورورې زلزلې له امله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
په داسې حال کې چې زه د ترکیې او سوریې د خلکو په درد او غم کې ځان شریک ګڼم، د یادې پېښې د شهیدانو لپاره د خدای (ج) له دربار څخه د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
 
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه او سوریه کې د پرونۍ زلزلې چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ژوبل شول، د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په سوريه او ترکيه کې زلزلې په زرګونو کسان مړه او ټپيان کړي دي او د ايران او عراق په ګډون څو هېوادونو ترکيې او سوريې ته د مرستو اعلانونه کړي دي چې تېره شپه د دمشق هوايي ډګر ته ورسېدل.
 
https://avapress.com/vdcdkk0xzyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته