دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 265052
په لغمان ولايت کې شل جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د لغمان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير وايي، چې په دغه ولايت کې يې شل جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه ‎يي توکو سره د مبارزې مدیر غلام الله ادریس وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په عمرزیو کلي کې یې ۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
دغه شل جريبه ځمکه په داسې حال کې له منځه ځي چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې څلور جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې وه او په تړاو يې شپږ تنه نيول شوي وو.
 
په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري د دغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې څه باندې ٣٠٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې ۹ میاشتې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده په هېواد کې د نشه يي توکو پر کښت، قاچاق او تولید د بندیز فرمان صادر کړ.
 
https://avapress.com/vdcfttd00w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته