دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 265053
پاکستاني پولیسو ۴۰ افغان کډوال له بنده خوشې کړل
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په پاکستان کې د ۴۰ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو چارو د دفتر په هڅو د پاکستان د سند ایالت له زندان څخه خوشې شوي دي او له زندانه خوشي شوي افغانان به ډېر ژر د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شي.
 
سفارت زیاته کړې، چې د پاکستان په لنډي او پچه زندانونو کې د ۱۶۰ افغان بندیانو د خلاصون لړۍ لا هم تر اداري طرزالعمل لاندې ده او تر دوو دریو ورځو پورې به د اړوندې محکمې له خوا د هغوی د خلاصون حکم صادر شي.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، خوشي شوي بندیان به د ترانسپورت له لارې د سپین بولدک سرحد ته انتقال او د کندهار ولایت د کډوالو چارو ریاست ته به وسپارل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو د چارو د وزارت په هلو ځلو په تېره يوه نيمه مياشت کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي او د نورو د خلاصون هڅې هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcgnn9xwak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته