دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 265058
په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په جنوب کې ۲۴ زره کسانو ته سولرونه وویشل شي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی، چې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په جنوب کې ۲۴ زره کسانو ته د پاکې او دوامداره انرژۍ د تولید په موخه د سولر تختې وویشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر نن (سه شنبه، دلو ۱۸) په یوه ټویټ کې لیکلی، چې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې پر ۱۷۶ کورنیو د سولر مرستې وویشل شوې.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، په دې پروژه کې د بې ځایه شویو او سیمه ییزو کورنیو د ښځینه سرپرست ارزونه اوس یوه لویه ننګونه ده.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله ډېری ښاریان له جدي ستونزو سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcbssb5wrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته