دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 265079
هلمند کې د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۶۵۰ امنیتي ځواکونه فارغ شول
د هېواد د ملي دفاع وزارت وايي، چې په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۶۵۰ تنه امنیتي سرتیري له لومړنیو پوځي او نظامی زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت نن (دلو ۱۸) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۶۵۰ تنه امنیتي سرتیري د پوځي روزنیزو کورسونو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت همدا راز ویلي دي چې په هلمند ولایت کې میشت د ۲۱۵ عزم قول اردو ۶۵۰ تنه مجاهدین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د شوراب له تعلیمي مرکز څخه فارغ شول.
 
د دې قول اردو مسئولينو د دغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وويل، چې ملي اردو په اسلامي روحيه د خلکو له منځ څخه جوړه شوې او خلک يې پر وړتيا پوره باور لري او په مېړانه به له خپل هېواد څخه دفاع کوي.
 
په دې مراسمو کې د ورزشي هنرونو له ترسره کولو وروسته د دغه کورس فارغانو ته سندونه ورکړل شول.
 
دا سرتېري په داسې حال کې فارغیږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده هم له دې قول اردو څخه لیدنه کړې وه او سرتېري یې وهڅول، چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او د چارواکو اطاعت وکړي.
 
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې په کندز ولایت کې ۴۵۰ امنیتي سرتیري له پوځي او نظامی کورس څخه فارغ شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcefn8wojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته