کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

18 دلو 1401 ساعت 14:56

د پروان ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې پلې شوې دي.


آوا - کابل: د پروان ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، چې د دغه ولایت له داخلي بودیجې څخه د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور پرمختیايي پروژې په مرکز چاریکارو ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
په دغو پرمختيايي پروژو کې د ميوو او سبزيجاتو د يوه مارکيټ، يو هوټل، سالون او د ښاروالۍ د ودانۍ جوړول شامل دي.
 
دا پرمختیايي پروژې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د روان کال په لومړیو کې سختو سېلابونو په دغه ولایت کې د ډېرو خلکو ځمکې او کرنې له منځه وړې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې پروان ولايت د هېواد يو له شمالي ولايتونو څخه دى، چې د کابل ښار په شمال لوېديځ کې پروت دى او ډېرى خلک يې په کرنه بوخت دي.
 


د مطلب کود: 265091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265091/په-پروان-ولایت-کې-د-۱۲۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-څلور-پرمختیايي-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com