دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 265093
د بامیان او دایکندي ولایتونو مواصلاتي لارې یو ځل بیا پرانیستل شوې
د دايکنډي او باميان ولايتونو لارې چې د واورې ورښت له امله تړل شوې وې، د سيمه ييزو چارواکو په هڅو يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیان د فواید عامې رئیس عبدالخالق حقمل وايي، د دغه ولایت د واورو د پاکولو بهیر پرون پیل شو او اوس ټولې لارې خلاصې دي.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې د ورس - بهسود لاره د درازګول په سیمه کې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده، خو د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې لري.
 
ځايي سرچينې دا هم وايي، چې له درېيو ورځو راهيسې اته بار وړونکي موټر چې د دایکندي پر لور روان وو، د دهن رشقې په سیمه کې بند پاتې دي.
 
د دايکنډي د فوايد عامې رييس محمد يوسفي هم وايي، چې د خدير، سنګتخت او باندر ولسواليو له لارې پرته د دغه ولايت ټولې ترانسپورتي لارې د خلکو او موټرو پر مخ پرانيستې دي.
 
تر دې مخکې د دايکنډي او باميان د فوايد عامې رياستونو مسئولينو ويلي و، چې د واورې ورښت او توفان له امله د دغو دوو ولايتونو ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
 
د دایکنډي د فواید عامې رئیس احمدشاه احساني د یکشنبې په شپه (دلو ۱۶) وویل چې د دغه ولایت مرکز ته د ولسوالیو ترانسپورتي لارې او د دایکندي - بامیان لویه لار په کوتل قوناق کې د مسافرو او موټرو پر مخ تړل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcaomnue49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته