کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د ښځو د لاسی صنایعو او تولیداتو نندارتون جوړ شو

18 دلو 1401 ساعت 15:18

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دریو ورځو لپاره (د دلوي له ۱۸مې څخه تر پنجشنبې، د دلوی تر ۲۰م پوری) په ۳۷ غرفو کې جوړ شو.


آو - مزارشریف: دغه نندارتون د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا جوړ شوی و، چې په کې ۳۸ سوداګرو مېرمنو خپل تولیدات او لاسي صنایع په ۳۷ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل.
 
د دغه نندارتون یو تن تنظیموونکې مژده الماس زاده آوا ته وویل: دغه نندارتون نن (سه شنبه، دلو ۱۸) د پل خمري ښار د ښځو په باغ کې جوړ شو چې د دریو ورځو لپاره د عامو خلکو پر مخ پرانیستی وی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې نندارتون کې لاسي ګنډل شوي جامې، بستي، افغاني کالي، د کور جوړ شوي خواږه، د ښځو لاسي جوړ شوي اچار نندارې ته اېښودل شوي دي.
 
د دغه نندارتون تنظیموونکي زیاته کړه، چې په لومړۍ ورځ د خلکو ګډون او پلور هم د پام وړ و.
 


د مطلب کود: 265096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265096/په-بغلان-کې-د-ښځو-لاسی-صنایعو-او-تولیداتو-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com