دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 265103
حسینې مزاري: ټول هېوادونه په ځانګړې توګه مسلمانان باید ژر تر ژره د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي
د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې له زلزلې وروسته چې تر اوسه یې څه دپاسه پنځه زره کسان وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي دي، د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر حجت الاسلام والمسلمین حسیني مزاري د دغه هیواد ټولو ملتونو ته یو پیغام خپور کړ او له حکومتونو په ځانګړې توګه له مسلمانانو او اسلامي هېوادونو غوښتي چې ژر تر ژره د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې د پرونۍ زلزلې له امله چې تر اوسه یې شاوخوا پنځه زره کسان وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي دي، د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فغالیتونو د مرکز مشر حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسیني مزاري یو پیغام خپور کړي.
 
حجت الاسلام والمسلمین حسینی مزاری په دغه پیغام کښې د دغې زلزلې پراخو ځانی او مالی تاوانونو ته په اشارې سره له ټولو حکومتونو او ولسونو په تېره بیا د اسلامی هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې د دغو دوو هېوادونو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړی، هرڅومره ژر چې امکان ولري.
 
د تبیان د ټولنیزو فرهنګي فعالیتونو د مرکز د مشر لخوا د خپور شوي پیغام متن په لاندې ډول دی:
د ترکیې او سوریې ځینې برخې یوې سختې زلزلې ځپلي چې زرګونه کسان یې وژلي او ژوبل کړي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې ده.
 
طبیعي ده چې په داسې یوه حالت کې خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او تمه کیږي چې د نړۍ دولتونه او ملتونه په ځانګړې توګه مسلمانان به ژر تر ژره مرستې ته واستوي.
 
زه د ترکیې او سوریې له حکومتونو او ولسونو سره خپله خواخوږي څرګندوم او د دواړو هېوادونو دولتونو او ولسونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
 
سید عیسی حسینی مزاری
۱۸ دلو ۱۴۰۱ شمسی
 
https://avapress.com/vdccxpqi12bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته