دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 265119
د آقينې له پولې څخه د مالونو په لېږد رالېږد کې ۲۰ سلنه زياتوالی؛ د حیرتان د پولې د خلاصولو هڅه
د ریل پټلۍ ادارې چارواکو په تېره میاشت کې د آقینې له پولې څخه د توکو په لېږد رالېږد کې ۲۰ سلنه زیاتوالی اعلان کړ او دا یې هم وویل چې د اسلامي امارت پلاوی د حیرتان پوله د بیا پرانیستلو لپاره ازبکستان ته سفر کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ریل پټلۍ د اداري ویاند عبدالسمیع درانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په تیره یوه میاشت کې د آقینې له پولي څخه ۲۱۶۸۲ مټریک ټنه ټرانسپورت شوی دی چې له دې جملې څخه ۲۰٪ د تیرې میاشتې په پرتله زیاتوالی ښیی.
 
د هغه په ​​وينا، په تېره يوه مياشت کې ١٧٩٨٥ مټريک ټنه د آقينې له بندر څخه لېږدول شوي دي.
 
د ریل پټلۍ د ریاست ویاند همدا راز وویل چې نن (چهارشنبه، دلو ۱۹) به د اسلامي امارت د ریل پټلۍ پلاوی د حيرتان پوله د بیا پرانیستلو په اړه د خبرو لپاره ازبکستان ته سفر وکړي.
 
دراني زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د ازبکستان او اسلامي امارت تر منځ یو تفاهم لیک بیا لاسلیک شي او له دې وروسته به له حيرتان پولې څخه د پخوا په څېر د صادرات او واردات لړۍ پيل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان او افغانستان د حکومت تر منځ د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته له ۱۵ ورځو راهیسې د حیرتان له پولې څخه د توکو لېږد بند شوی، چې سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvie8huqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته