دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 265120
اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د انساني همدردۍ او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ به په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه (سه شنبه، دلو ۱۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ترکیې سره د ۱۰ میلیونه افغانیو او له سوریې سره د ۵ میلیونه افغانیو د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورورولي په اساس د مرستې اعلان وکړ.
 
وزارت زیاته کړه چې د اسلامي امارت د ژغورنې او طبي ټیمونه هم د اړتیا په صورت کې په ترکیه او سوریه کې د ژغورنې په عملیاتو کې د ګډون لپاره چمتو وي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د افغانستان سفارت ته ویلي چې د خپل توان په حدودو کې دې د زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په تیریدو سره ترکیه او سوریه د شدیدو زلزلو شاهدان وو.
 
د دغو زلزلو په پایله کې په ترکیه او سوریه کې لږ تر لږه پنځه زره کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb5sb5grhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته