دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 265126
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د آمو سیند د غاړو د پیاوړتیا کار پیل شوی دی
د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال وايي: د اسلامي امارت مشرتابه د خلکو د ستونزو د حل لپاره هوډمن او هڅاند دی. له همدې امله د اسلامي امارت کابینې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سیلابونو د ویجاړیدو د مخنیوي په خاطر د آمو سیند د څنډو د جوړولو او پیاوړتیا حکم صادر کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر نن چهار شنبه (دلو ۱۹) د بلخ ولایت شورتپې ولسوالۍ ته د یو سفر په ترڅ کې د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
هغه وویل چې د اسلامي امارت رهبري د خلکو د ستونزو د حل لپاره هوډمن او هڅاند دی. له همدې امله د اسلامي امارت کابینې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د سیلابونو د تخریب د مخنیوي په خاطر د آمو سیند د څنډو د جوړولو او پیاوړتیا فرمان صادر کړ.
 
ده په دوام کې وويل: د افغانستان په پنځو شمالي ولايتونوکې د آمو سیند د څنډو د جوړولو او تثبيت کار د مسلکي کسانو په شتون سره پيل شوى دى او دغه پروژه په اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونوکې تطبيقيږي چې له امله يې د کرنيزو ځمکو او کليو د ويجاړتيا مخه ونيول شي.
 
نوموړي وویل، د ازبکستان جمهوریت او نور هغه هېوادونه چې د آمو سیند په اوږدو کې له افغانستان سره ګډه پوله لري باید ډاډه وي او پوه شي چې دا اقدامات یوازې د آمو سیند د اوبو د زیاتېدو له امله د کرنیزو ځمکو او د خلکو د کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره کېږي. په دغه ډول اقداماتو سره د هیڅ هیواد سمندري او ملي ګټې نه زیانمنیږي.
 
له بلې خوا د بلخ د والي مرستيال مولوي نورالهدي ابو ادريس وويل: حکومت د خلکو ملاتړ ته ژمن دى او د آمو سیند د څنډو اوسيدونکي دې د دغې پروژې په تطبيق کې له دولت سره همکاري وکړي، ځکه چې د دې سیند د څنډو د پیاوړتیا او بیارغونې پروسه د افغان ملت په ګټه ده.»
 
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي ذبيح الله نوراني په دې مراسمو کې ګډون وکړ او ويې ويل چې د آمو سیند د څنډو د پياوړتيا پروژه د بېلابېلو وزارتونو او د اسلامي امارت د مسئولينو د يوې باصلاحيته کمېټې تر څارنې او مديريت لاندې پيل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د دوه ميليارده افغانيو په لګښت د آمو بحيرې د څنډو د پياوړتيا او بيارغونې د پروژې د پلي کېدو لومړۍ برخه د افغانستان په پنځو شمالي ولايتونو کې پيل شوې او دا پروژه به په پنځو کلونو کې پای ته ورسیږي.
 
https://avapress.com/vdchimni-23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته