دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 265130
په ترکیه کې د سختې زلزلې په پایله کې تر اوسه شاوخوا ۵۹۰۰ تنه مړه شوي دي
په ترکيه او سوريه کې د سختې زلزلې او د مړو او ټپيانو په شمېر کې له زياتوالي وروسته رويټرز خبري اژانس په خپلو تازه شمېرو کې د ترکيې د ولسمشر د مرستيال فوا اوکتې له قوله ليکلي، چې د دوشنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۸۹۴ تنه او د ټپیانو شمیر ۳۴۸۱۰ تنو ته رسیدلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمو کې له سختې زلزلې ۴۸ ساعته وروسته رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د قربانیانو شمیر لا هم مخ په زیاتیدو دی.
 
د شمېرو له مخې په ترکیه کې د زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۵۸۹۴ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۴۸۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
 
د دغه خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې حکومت ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې په زلزله کې د مړو شمیر لږ تر لږه ۱۹۳۲ تنه دی.
 
د وروستیو شمېرو له مخې په ترکیه او سوریه کې د سه شنبې د ورځې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۷۸۰۰ تنو رسېدلی دی.
 
ویل کېږي چې د دغې خونړۍ زلزلې ډېری قربانیان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdcc1pqix2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته