دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 265140
بهر ته د ۵ زره ډالرو څخه زیات لیږدول منع شول
د اسلامي امارت سرپرست حکومت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ټولو سوداګرو، پیسو تبادله کوونکو او بار وړونکو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې له پنځو زرو ډالرو څخه زیات ډالر بهر ته انتقال کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: د هغو بهرنیو اسعارو اندازه چې خلک کولای شي د هوايي ډګرونو له لارې له ځانه سره یوسي، ۵۰۰۰ ډالره او له ځمکنیو پولو څخه ۵۰۰ ډالره دي او هغه کسان چې له ټاکلې اندازې زیات بهرنۍ اسعار له افغانستانه وباسي، مجازات او زنداني کېږي.
 
د دې اعلامیې پر بنسټ: «هغه کسان چې له یو میلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې انتقالوي، د هر یو میلیون ډالرو په بدل کې به په یو کال بند محکوم شي، د یو میلیون ډالرو څخه کم د لیږد جزا یو میاشت بند او که تر سل زره ډالرو کم وي تر لسو ورځو پورې به په بند محکوم شي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې له سرغړونکو څخه ترلاسه شوې پیسې او سره زر به تر هغه وخته پورې په مرکزي بانک کې ضبط شي ترڅو رئیس الوزرا فیصله نه یی کړي.
 
د لومړي وزیر دفتر له خلکو غوښتي چې په خپلو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي او افغانستان ته یې د سیمې د هېوادونو د اسعارو په راوړلو بندیز لګولی دی.
 
  دا بندیز په داسې حال کې اعلان شوی چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق او له دغو هېوادونو څخه د پیسو په ځانګړې توګه د پاکستانۍ کلدارو د ننوتلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdok0xzyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته