کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ویالو د اوبو څخه استفاده یواځي هغه خلک کولاي شي چي حق لري

19 دلو 1401 ساعت 13:55

د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پریکړه وشوه: د سیندونو او لویو ناحیو له اوبو څخه چې د ټاکل شویو واټرپمپونو په واسطه د ځینو سیمو د خړوبولو لپاره کارول کیږي، د نورو اشخاصو له خوا د واټرپمپونو له لارې د اوبو کارول منع دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۲ مه غونډه کې پریکړه وشوه چې د خلکو له خوا د واټرپمپونو او یا نورو وسیلو په وسیله د اوبو استعمال منع دي.
 
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د کورنیو چارو وزارتونو په ګډون یو پلاوی موظف شو چې د دغې پرېکړې د عملي کولو لپاره طرحه جوړه او ارګ ته یې وړاندې کړي.
 
له بلې خوا په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد د لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ د لویې لارې ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي.
 
دا دندې په داسې حال کې سپارل کیږي، چې د سالنګ لویه لار تر دې وړاندې د سختو واورو د اورښت شاهده وه.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اوبو پر سر شخړې او کورنۍ جګړې رامنځته شوي دي.
 


د مطلب کود: 265145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265145/د-ویالو-اوبو-څخه-استفاده-یواځي-هغه-خلک-کولاي-شي-چي-حق-لري

آوا
  https://www.avapress.com