دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 265151
وثیق افغانستان ته د سمیع جهش د راستنیدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون مشر مولوي احمدالله وثيق په پاکستان کې د مېشت افغان خبريال سميع جهش د ناوړه اقتصادي وضعيت په اړه هغه ته وړانديز وکړ چې هېواد ته راستون شي او په ملي راډيو او تلويزيون کې کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ملی راډیو او ټلویزیون مشر مولوی احمدالله وثیق تیره شپه په یوه ټویټ کې په پاکستان کې میشت افغان خبریال سمیع جهش ته خطاب کړی او هغه ته یې ویلی چې له هیواده مه پریږده، پردي خاوره زموږ لپاره ارزښت نه لري، راشه په ګډه د خپل وطن د آبادۍ لپاره کار وکړو.
 
هغه زیاته کړه: زه د افغان خبریال سمیع جهش په وضعیت خواشینی یم، که دا رښتیا وي، زه په صادقانه توګه هغه ته بلنه ورکوم چې هېواد ته راستون شي، د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون به د هغه هرکلی وکړي.
 
دا په داسی حال کې ده چې، افغان خبریال سمیع جهش په دې وروستیو کې په پاکستان کې د خپلې بي وزلي له امله د خپل پشتورګي د خرڅلاو خبر ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfttd0yw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته