کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د امام ابو حنیفه جومات د دروازې مخې ته چاودنه شوې

19 دلو 1401 ساعت 14:56

د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چاودنه نن (چهارشنبه، دلو ۱۹) د امام ابو حنیفه جومات د دروازې مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده. د دوی په خبره، په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو څلور تنه لږ ټپيان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی آوا ته وویل: چاودنه نن چهارشنبه د دلوی ۱۹ مه د ماسپښین یوه بجه د امام ابو په سیمه کې شوې ده. د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د درېيمې ناحيې په امام ابو حنيفه جومات کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د چاودنې موخه نه ده معلومه، خو امنيتي ځواکونو په دې برخه کې خپلې پلټنې پيل کړې او ډېر ژر به يې عاملين ونيول شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورکړل شي.
 
په همدې حال کې د فارياب د عامې روغتيا رييس عجب خان حميدي پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 265155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265155/په-فاریاب-کې-د-امام-ابو-حنیفه-جومات-دروازې-مخې-ته-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com