دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 265158
په ننګرهار او نورستان ولایتونو کې نږدې ۱۲ زره کورنی خوراکي توکي ترلاسه کړل
د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، په ننګرهار او نورستان ولايتونو کې يې پر ۱۱۹۹۰ بې وزلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، په ننګرهار ولایت کې یې پر ۹۷۲۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
په همدې حال کې دغې موسسې د نورستان ولایت په «دواب» ولسوالۍ کې پر ۲۲۶۷ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم دغې موسسې د تخار ولایت په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو او بې وزلو خوراکي توکي وېشلي وو.
 
دغې نړیوالې مرستندویه موسسې تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته یې په افغانستان کې پر ۲۱ میلیونو خلکو مرستې وېشلې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او اړتيا د ډېرېدو له امله، ډېرى مرستندويه موسسې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرستې کوي.
 
https://avapress.com/vdccppqi42bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته