دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 265172
جوزجان کې ترافیکي پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان - بلخ پر لویه لار د یوه سراچه ډوله موټر او بار وړونکي موټر د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: کفایت الله متوکل؛ د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اووه بجې د فيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سه درخت په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او د سراچه موټر د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې ټپيان د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ او د شبرغان ښار روغتونونو ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
 
د جوزجان-بلخ لویه لار په شمال کې یو له خونړیو لویو لارو څخه ده چې تل یې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او د هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
https://avapress.com/vdciywarrt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته