کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل د سیمې د هېوادونو له اندېښنو څخه دی

20 دلو 1401 ساعت 10:17

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت د سلاکارانو په حضور کې د مسکو په پنځمه امنیتي غونډه کې، چې پر افغانستان متمرکز دی، د اسیايي هېوادونو یو شمېر امنیتي سلاکاران برخه لري، په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه.


آوا - کابل: دغه ناسته چې پرون (چهارشنبه، دلو ۱۹) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه، د اسیايي هېوادونو یو شمېر امنیتي سلاکارانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر نه جوړېدو اندېښنه وښوده.
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني په دغه کتنه کښې خبرداری ورکړ چې د جامع حکومت په جوړولو کښې د اسلامي امارت ناکامي او په دې کار کښې ځنډ به په افغانستان کښې د ستونزو سبب شي.
 
ایراني رسنیو د ښاغلي شمخاني له قوله ویلي، چې په حکومتولۍ کې د ټولو توکمونو او ګوندونو د ګډون او همدارنګه د افغانستان د ثبات په نورو چارو کې د سیاسي میکانیزم په تعقیب کې ځنډ نه یوازې ګټه نه رسوي، بلکې نوره به هم زیانمنه کړي.
 
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف هم ویلي چې: په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې ښايي پر ترهګرو ډلو وپلورل شي او یا هم د افغانانو ترمنځ په احتمالي جګړه کې وکارول شي.
 
د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو څلورمه غونډه د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۷ مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړه شوه او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ډېر ټینګار وشو.
 
د یادولو وړ ده چې په مسکو کې د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په پنځمه غونډه کې اسلامي امارت ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
 


د مطلب کود: 265178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265178/په-افغانستان-کې-د-یوه-جامع-حکومت-جوړولو-پاتې-راتلل-سیمې-هېوادونو-له-اندېښنو-څخه-دی

آوا
  https://www.avapress.com