کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین په افغانستان کې د تروریستي ګواښونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

20 دلو 1401 ساعت 10:26

د روسیې ولسمشر په مسکو کې د سیمې د هېوادونو د امنیت شورا په پنځمه غونډه کې وویل چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د ترهګرۍ ګواښونه زیات شوي او د افغانستان مسئله تل د روسیي لپاره مهمه ده او اوس یې اهمیت دوه چنده شوی دی.


آوا - کابل: د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (دلو ۱۹) په دې غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته «نړیوال ترهګریز سازمانونه» لا ډېر فعال شوی او القاعده هم په دې برخه کې فعالیت لری.
 
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د نشه ‎يي توکو کاروبار مخ په ډېرېدو دی او د نړۍ ۸۰ سلنه نشه‎ يي توکي له افغانستانه تولیدېږي.
 
ولادیمیر پوتین ویلي دي: هغه شخړې چې د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو سیمو کې رامنځ ته کیږي، د افغانستان د وضعیت اهمیت نه کموي.
 
له بلې خوا پوتین ویلي دي چې په افغانستان کې څلور میلیونه خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
هغه زیاته کړه چې د افغانستان مسئله تل د روسیې لپاره مهمه وه او اوس یې اهمیت دوه چنده شوی دی.
 
د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف هم په دې غونډه کې وویل چې امریکا هڅه کوي کنګل شوې پیسې بیرته ترلاسه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا يوې محکمې د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو ژوندي پاتې شويو کسانو ته د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د جبران د ورکړې غوښتنه رد کړه، خو د روسيې د امنيت شورا منشي وويل، چې لويديځوال هڅه کوي، چې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو څخه یوه برخه د امریکا اتباعو ته د خسارې په توګه ورکړي.


د مطلب کود: 265180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265180/پوتین-په-افغانستان-کې-د-تروریستي-ګواښونو-زیاتیدو-اړه-اندیښنه-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com