دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 265191
متقي د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل. ویل کېږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیاسي مسایلو، بشري همکاریو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه، دلو ۱۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې پر سیاسي مسایلو، بشري همکاریو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وشوې.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د مثبتو ګامونو په پورته کولو سره به د افغانستان او نړۍ تر منځ ښه تعامل رامنځته شي.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی هم د نړۍ له هیوادونو سره په رغنده تعامل ټینګار کړی و.
 
https://avapress.com/vdcjhie8vuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته