د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارواکو د «سرطان د نړیوالې ورځې» په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې تیر کال په ټول هیواد کې د سرطان ناروغۍ نږدې ۲۳ زره ناروغان ثبت شوي چې ۱۶ زره یې مړه شوي دي.
تېر کال په افغانستان کې ۲۳ زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي
20 دلو 1401 ساعت 11:14
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارواکو د «سرطان د نړیوالې ورځې» په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې تیر کال په ټول هیواد کې د سرطان ناروغۍ نږدې ۲۳ زره ناروغان ثبت شوي چې ۱۶ زره یې مړه شوي دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د «سرطان د نړیوالې ورځې» غونډه پرون چهارشنبه (دلو ۱۹) په کابل کې جوړه کړه.
د عامې روغتیا وزارت معین حبیب الله اخندزاده په دې ناسته کې وویل، چې د زړه له ناروغیو وروسته سرطان په نړۍ کې تر ټولو زیاتې مړینې لري.
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو معین همداراز وویل: په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې د سرطان نږدې ۲۳ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام رئیس ذبیح الله هاشمي هم په دې کتنه کې وویل: د ټولنې هر وګړی د هرې طبقې او په هره کچه د سرطان د ناروغۍ په درملنه کې د مرستې او ونډې اخیستنې وړ دي، چې په ساده او قوي توګه یې درملنه وشي.
د عامې روغتیا وزارت د درملنې رئیس احمد سیر پاڅون هم وویل: د سرطان په اړه د نړیوال IR ادارې سروې ښیي چې له هرو سلو کسانو څخه دولس تنه په سرطان اخته کیږي او یوولس یې مړه کیږي.
د زړه له ناروغۍ وروسته، سرطان په نړۍ کې د مړینې لوړه کچه لري؛ د شمېرو له مخې تېر کال په ټوله نړۍ کې ۴۴ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې لس میلیونه یې مړه شوي دي.
د مطلب کود: 265194