دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 265195
په نیمروز کې پر ۱۲ زره بې وزلو کورنیو مرستې وویشل شوې
د نیمروز ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۱۲ زره اړمنو کورنیو سره مرستې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس محمد حق بشیر وايي، د WFP په مالي مرسته او د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ له ۱۲ زره او ۲۴۸ بې وزلو کورنیو سره د بېلابېلو بنسټونو مرسته وشوه.
 
ده زياته کړه: د نيمروز ولايت په پنځو ولسواليو کې له ٨٥٧٤ اړمنو کورنيو سره د اوړو، غوړيو، کوډې او د ماشومانو د خوراکي توکو مرسته وشوه.
 
مولوي بشير دغه راز يادونه وکړه: د دغه ولايت په مرکز زرنج کې له ٣٦٧٤ نورو اړمنو کورنيو سره ٦٤٠٠ افغانیو نغدي مرسته ووېشل شوې.
 
په همدې حال کې هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي خوښي څرګندوي او له مسئولينو څخه غواړي چې دوى ته دکار او عايد زمينه برابره کړي.
 
دوی وايي، دا مرستې موقتي دي او د دوی ټولې اړتیاوې نه هواروي، که مناسبه دنده ولري، د کورنیو د ژوندانه د برابرولو ترڅنګ به د ټولنې د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن تمام شي.
 
https://avapress.com/vdcdnk0xkyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته