کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

20 دلو 1401 ساعت 13:57

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي او د دې پېښې په تړاو يې څو تنه نيولي دي.


آوا - کندهار: د ارغنداب ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس نظر محمد ایوبي په وینا، په تیرو دریو میاشتو کې د دې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې ۱۲ کیلو ګرامه چرس، په دغو عملياتو کې ١٤ کيلوګرامه چرس، ٥٠ ګوني خام چرس، ١٣٦ کيلوګرامه ترياک او بېلابېل ډول چړي دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او په دې تړاو يو شمېر کسان نيول شوي دي.
 
دى وايي، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 
د ارغنداب د امنيې قومندانۍ مرستيال مولوي حبيب الرحمن هم ښاريانو ته د ډاډمن امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.
 
دغه راز دکندهار ولايت د ژړي ولسوالۍ په سنزري سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو له خوا د چرسو دتوليد يوه ستره کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده .
 


د مطلب کود: 265210

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265210/په-کندهار-کې-لسګونه-کيلوګرامه-نشه-يي-توکي-کشف-او-ترلاسه-شول

آوا
  https://www.avapress.com