کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولایت کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال جوړ شو

25 دلو 1401 ساعت 13:48

په لغمان ولايت کې د ٢٦ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځه کيلومترو په اوږدوالي د اوبو د يوه کانال د جوړولو پروژه پرانستل شوه.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت په لغمان ولایت کې د ۵ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو د یوه کانال د جوړولو خبر ورکړی دی.
 
د فواید عامې وزارت وايي، د اوبو دغه کانال چې ۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱ متره سور او ۷۰ سانتي ژوروالی لري، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مالي مرسته به په ۹ میاشتو کې بشپړ شي.
 
ویل کیږي چې د دغه کانال په بشپړیدو او فعالیدو سره به ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري د دغه ولايت ډېرى سيمې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې وې.
 
د فواید عامې وزارت په داسې حال کې په دغه ولایت کې د اوبو د دغه کانال د جوړېدو خبر ورکوي، چې د روان کال په پیل کې سېلابونو د دغه ولایت ډېری خلک زیانمن کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې لغمان ولايت د هېواد يو له ګرمو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى خلک يې د سبزيجاتو په کرلو بوخت دي.
 


د مطلب کود: 265475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265475/په-لغمان-ولایت-کې-د-۲۶-میلیونه-افغانیو-ارزښت-اوبو-کانال-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com