کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دلوې ۲۶مه، د افغانستان ویاړلي تاریخي ورځ

25 دلو 1401 ساعت 14:55

د دلوې ۲۶مه د هیواد په تاریخ کې د ویاړ ورځ دی، ځکه د شوروي پوځ له شرمه ډکه ماتې وخوړه او له افغانستانه په ذلت سره ووتل.


آوا - کابل: حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری، د تبیان د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو مرکز عمومی رییس یو پیغام خپور کړ چې د دلوې د میاشتې ۲۶ نیټه یې د ویاړ تاریخي موقع وبلله. د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه د شوروي سرو لښکرو له ۹ کلن اشغال، وژنې، وژلو او د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو له ویجاړولو وروسته له شرمناکه ماتې سره مخ او په ذلت سره د اسیا له زړه څخه ووتل.
د پیغام تفصیل په لاندې ډول دی:
د دلوې ۲۶مه د هیواد په تاریخ کې یو ویاړلی موقع ده. د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې ۲۶مه، د افغانستان  له نهه کلن اشغال، وژنې، وژلو او ویجاړولو وروسته د شوروي وسله وال پوځونه له شرمناکه ماتې سره مخ او په ذلت سره د اسیا له زړه څخه ووتل.
 
د اعلان شویو شمېرو له مخې په دې نهه کلنه جګړه کې د کمونیستي حکومت د څه باندې شل زره امنیتي ځواکونو په ګډون له یو میلیون ډېر هېوادوال او ۹۰ زره مجاهدین او ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوه او دې جګړې د ۱۴ زرو شوروي سرتیرو ژوند واخیست.
 
د دې بریا د رارسیدو په مناسبت د شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کوم، د لوی خدای (ج) له درباره د هیواد او خلکو لپاره د سوکالۍ، پرمختګ او سرلوړۍ غوښتنه کوم.
 
سید عیسی حسینی مزاری
۲۵ دلو ۱۴۰۱ شمسی
 


د مطلب کود: 265493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265493/د-دلوې-۲۶مه-افغانستان-ویاړلي-تاریخي-ورځ

آوا
  https://www.avapress.com