کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ۱۷۰ افغان کډوال خوشې کړل

27 دلو 1401 ساعت 10:11

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۷۰ افغان اتباعو د خوشي کولو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ نن (پنجشنبه، دلوې ۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په آزاد شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
 
ویل کیږي چې په پاکستان کې افغان کډوال په عمده توګه له دې امله نیول شوي او زنداني شوي چې د اوسیدو اسناد نه لري.
 
تر دې مخکې اسلامي امارت د پاکستان د سند صوبې له یوه زندان څخه د ۴۰ افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.
 


د مطلب کود: 265561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265561/پاکستان-۱۷۰-افغان-کډوال-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com