کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنفي: جاپان دې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

4 حوت 1401 ساعت 16:23

د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو په سکتور او استخراج کې د دغه هېواد د پانګونې غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال دفتر نن (پنجشنبه، کب ۴) په خپله ټویټر پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره ليدلي.
 
په دې کتنه کې حنفي د ناکامورا له کارونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د افغانستان په نورو برخو کې هم د ورته پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له جاپان سره ښې اړیکې لري.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې عبدالسلام حنفي د جاپان له پراختیايي ادارې (جایکا) څخه غوښتي چې د نوي کابل ښار هغه ماسټر پلان عملي کړي چې مخکې یې درلود.
 
همدارنګه عبدالسلام حنفي وویل، جاپان باید د کانونو او استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.
 
خو تاکاشي اوکاتا په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال د کموالي له امله په دې برخه کې د مرستو د اندازې له دوو میلیونو څخه درې میلیونو ته د لوړولو او همدارنګه د افغانانو د مسلکي روزنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 265956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265956/حنفي-جاپان-دې-د-افغانستان-کانونو-په-برخه-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com