کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت:

سږ کال د هېواد صادرات ۸۵ سلنه زیات شوي دي

7 حوت 1401 ساعت 9:51

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وايي، سږ کال د افغانستان صادرات د تېرو کلونو په پرتله ۸۵ سلنه ډېر شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، سږ کال د افغانستان صادرات ۸۵ سلنه زیات شوي دي.
 
هغه له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې د روان کال په تيرو لسو مياشتو کې د هېواد د صادراتو اندازه يو ميليارد او اته سوه مليونه ډالره ده .
 
د هغه په ​​وينا، دا شمېره په تېرو کلونو کې له ٨٠٠ ميليونو ډالرو څخه ډېره نه وه.
 
د سوداګرۍ وزیر وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات له وارداتو ډېر شوي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، افغانستان له پاکستان سره تر ټولو لویه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
 
داسې ښکاري چې سږ کال د افغانستان تر ټولو لوی صادرات د ډبرو سکرو په ګډون کانونه دي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هېواد له ګمرکونو څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد د ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.
 
د مالیې وزارت وايي، دا شمېره د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارده او ۲۵۰ افغانۍ زیاتوالی ښيي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ مالي کال په ١١ مياشتو کې له ګمرکونو څخه سل ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
 


د مطلب کود: 266041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266041/سږ-کال-د-هېواد-صادرات-۸۵-سلنه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com