کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د ترانسپورت رياست سږ کال ۵۳ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

9 حوت 1401 ساعت 15:29

د ننګرهار د ترانسپورت رييس وايي، سږ کال يې له ترانسپورتي چارو څخه ۵۳ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر په پرتله ۳۵ ميليونه افغانۍ زياتوالى ښيي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د ترانسپورت رئیس مفتی محمد زمان مزمل نن په یوه خبری ناسته کې وویل، چې سږ کال یې د ټرانسپورټ له فعالیتونو څخه ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی دی.
 
مزمل زياته کړه، چې د بسونو ډېرى تم ځايونه او د تورخم ترمينل يې په سمه توګه تنظيم کړي، چې ګڼه ګوڼه يې کمه کړې او د دغه رياست پر عوايدو يې مثبت اغېز کړى دى.
 
د ننګرهار د ترانسپورت ریاست هم ویلي، چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د موټرونو د کرایې د ټاکلو او ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د تېرو کلونو په پرتله د ګمرکونو عوايد زيات شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مالياتو زياتوالى، د اداري فساد کموالى او سم مديريت په هېواد کې د عوايدو د زياتوالي اصلي لاملونه دي.
 


د مطلب کود: 266233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266233/د-ننګرهار-ترانسپورت-رياست-سږ-کال-۵۳-ميليونه-افغانۍ-عوايد-راټول-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com