دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 266345
د سبا د جمعې په لمانځه کې به د جوماتونو مبلغین د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په مقام باندي خبرې وکړئ
د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د لارښوونې او انسجام د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د صحابه کرامو د مقام په اړه خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار او د هیواد د ولایتونو د جوماتونو ټولو ملاامامانو ته خبر ورکول کیږي، چې سبا جمعه د حوت د میاشتې دولسمه نیټه، په خپلو خبرو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو د مقام او مرتبې په اړه خبرې وکړئ.
 
تر دې مخکې د حج او اوقافو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو: د هېواد د ټولو جوماتونو د امامانو او خطیبانو لپاره ګډه خطبه ترتیب شوې ده چې د خطبې اساسات، دودونه او آداب په کې مراعات شوي دي. د افغانستان د اسلامي امارت د مصوبې له خوا تصویب شوی د هیواد د ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته لازمه ده چې د جمعې په ورځ د دې خطبې په لوستلو سره اتحاد او اتفاق څرګند کړي.
 
https://avapress.com/vdcba0b5srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته