کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د راتلونکي کال په پسرلي کې به په ټول افغانستان کې ۳۵ میلیونه نیالګي کېنول شي

13 حوت 1401 ساعت 11:54

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، په ټول هېواد کې ۳۵ میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي، چې له دې جملې څخه به یې ۶۰۰ زره یوازې په کابل ښار کې کېنول شي.


آوا: د کابل ښاروالۍ نن سه شنبه د حوت ۱۳ مه په یو لړ ټویټونو کې لیکلی، چې په کابل ښار کې د شنو نیالګیو اېښودلو ملی کمپاین به د حوت په ۱۱مه د چاپېریال ساتنې ریاست او د کابل ښاروالۍ په واسطه د یوه نیالګی په کېنولو سره پیل شو.
 
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل چې په دغه کمپاین کې یې حضور درلود، زیاته کړه چې د نیالګیو کېنول د اسلام له نظره ډېر اجرونه او ثوابونه لري.
 
متوکل دغه راز زياته کړه، چې د کابل ښاروالۍ له خوا د حوت په دويمه په کابل ښار کې د شنې نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شوى او تر دې مهاله يې زرګونه نيالګي کېنول شوي دي.
 
ده په دوام کې وويل چې دوى په ١٤٠٢ کال کې په کابل ښار کې د شنې نيالګيو ايښودلو په موسم کې ٦٠٠ زره نيالګي او ګلان کرلي دي چې د پلازمېنې پر هوا او چاپېريال مثبت اغېز لري.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال په کابل ښار کې د شنې نيالګيو ايښودلو موسم په رانږدې کېدو سره د کابل ښاروالۍ له خوا په زرګونو نيالګي کېنول کېږي، خو په ډېرو برخو کې يې د نه ساتنې او نه پاملرنې له امله له منځه ځي.
 


د مطلب کود: 266405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266405/د-راتلونکي-کال-په-پسرلي-کې-ټول-افغانستان-۳۵-میلیونه-نیالګي-کېنول-شي

آوا
  https://www.avapress.com